د راپورونو له مخې، خلکو د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یو تن د قران کریم سوځولو په تور په وهلو، ټکولو وژلی دی .دغه پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) د سوات په مدین سیمه کې شوې ده.

د سوات سیمه‌ییز پولیس افسر زاهدالله  ویلي چې خلک په ځايي بازار کې د دغه سړي په شاوخوا کې راټول شوي وو، چې پولیس هلته ورغلل او دا سړی یې له ځان سره د پولیسو مرکز ته ورساوه.

د ده په وینا، وروسته قهرېدلي خلک د پولیسو مرکز ته پسې ورغلل، د سیمې په جوماتونو کې په دې اړه اعلانونه وشول او بیا خلکو د پولیسو پر مرکز حمله وکړه.

وروسته د ایالتي حکومت ویاند محمدعلي سیف ویلي چې پولیسو دغه سړی توقیف کړی و، خو د قهرېدلو خلکو ډلې د پولیسو پر مرکز له برید وروسته دغه سړی په وهلو، ټکولو له مرکزه ایستلی او وژلی یې دی.

Views: 14