د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو پړاو کې  نن خپله لومړۍ لوبه له هند سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکإپاڼه لیکلي، د کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن خپله لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې له هند سره ترسره کوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله د یادې سیالۍ ترسره کولو لپاره پرون د کرابین بارباډوز ټاپو ته رسېدلې ده.

همدارنګه د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو دویم پړاو کې افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش لوبډلې په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، د کرکټ ملي لوبډله به د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله دویمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۲۳مه له اسټرالیا سره ترسره کړي.

Views: 24