په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) خبر ورکوي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا (د جون ۲۱مه) د نیویارک په ځايي وخت مخکې له غرمې ۱۰:۰۰ بجې (د کابل ماښام ۶:۳۰) ترسره شي.

د سرچینې له قوله، د افغانستان لپار ه د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا به هم د یادې ناستې یوه برخه کې امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړي.

سرچینې د یوه لېنک (http://webtv.un.org) په شریکولو ویلي چې یاده ناسته به په ژوندۍ بڼه ترسره شي.

Views: 10