د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره ستراتيژیک هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې پر اساس یې، که پر دغو دواړو هېوادونو له بهره بریدونه وشي، نو د یو بل ملاتړ به کوي.

اسوشېټېډ پرېس نن (پنج‌شنبه) راپور ورکړی، د یاد هوکړه‌لیک له مخې دواړه هېوادونه اړ دي چې د جګړې پېښېدو په صورت کې د بېړنیو نظامي مرستو وړاندې کولو لپاره له هر ډول شته وسایلو کار واخلي.

د راپور له مخې، د یاد هوکړه‌لیک په څلورمه ماده کې راغلي چې که چېرې له دغو دواړو هېوادونو پر یوه یرغل وشي او جګړه‌ییز حالت رامنځته شي، باید خپل ټول وسایل چې په واک کې لري، د نظامي او نورو مرستو وړاندې کولو لپاره وکاروي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په توګه چې امنیتي، سوداګریزې، د پانګونې، فرهنګي او بشردوستانه اړیکې په‌کې شاملې دي، وستایه.

د یادونې ده، ولادیمیر پوتین وروسته له ۲۴ کلونو د روانې اونۍ د سه‌شنبې په ماښام د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ‌یانګ ته ورسېد.

نوموړی شمالي کوریا ته له سفر وروسته نن سهار ویتنام ته ولاړ.

Views: 9