د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې ناپېژاندو وسله‌والو د خلیل جبران په نوم یو خبریال په ډزو وژلی دی.

د پاکستان انټرنېشنشل ده نیوز (International The News) ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل ښارګوټي کې شوې ده.

راپور کې راغلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده چې جبران له خپل ملګري سره د کور په لور روان و او موټرسایکل سپرو وسلواله‌والو پرې ډزې کړې دي.

د راپور له مخې، په دغه پېښه کې د جبران ملګری سجاد ټپي شوی دی.

خلیل جبران له خیبر ټلوېزیون سره چې په پښتو ژبه خپرونې کوي، کار کاوه.

 

Views: 9