د روانې جون میاشتې پر ١٥مه نېټه د نجونو د زده کړو ملي کمپاین او د افغانستان د سولې او بیا رغاونې کمېټې د افغان نجونو د تعلیمي ستونزو په اړه غونډه کې د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو غږ وکړ چې نور دې د رڼا مخه نه نیسي.

په برلین کې د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین او د افغانستان د سولې او بیارغاونې کمېټې د ګډې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي، که اوسني واکمنان همداسې د رڼا پر وړاندې درېږي، دوی وېرېږې چې هم به خپل ځانونه وسوځوي او هم به اوسني طلایي فرصتونه او د افغانستان راتلونکی وسوځوي.

ګډونوالو په اعلامیه کې د افغانستان ناوړه شرایطو انځور کړی او ویلي دی:« نن ورځ د افغانستان لوڼې په يوه ډېر تیاره پړاو کې دي – ۱۰۰۰ ورځې کیږي چې افغان نجونې په ناحقه له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوې دي.  دا بندیز نه یوازې د دوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د یو ملت د پرمختګ او هوساینې وړتیا هم له مینځه وړي.»

په اعلامیه کې راغلي دی چې د دې بندیز اغیزې تر ښوونځیو هاخوا ډېرې پراخې دي.  دا د افغانستان د نیمايي نفوس پر راتلونکي مستقیم برید دی. ” کله چې ښځې تعلیم وکړي، د دوی هیوادونه پیاوړي او سوکاله کیږي.” خو په افغانستان کې په ملیونونو نجونې په سیستماتیک ډول له دې اساسي حق څخه محرومې دي، چې دا محرومیت نه یوازې د دوی د شخصي ودې مخه نیسي، بلکې د ټول هېواد ټولنیز-اقتصادي جوړښت ته زیان رسوي.

په اعلامیه کې راغلي دی: « موږ د دې نجونو له لېوالتیا او د نجونو د تعلیم لپاره د فعالانو له هڅو باید الهام واخلو.  موږ پوهېږو چې: “یو ماشوم، یو ښوونکی، یو کتاب او یو قلم نړۍ بدلولی شي.”  په افغانستان کې هره نجلۍ د دې بدلون وړتیا لري، خو بیا هم له قلم، کتاب، ښوونکي او ټولګي څخه محرومه ده.»

په برلین کې د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین او د افغانستان د سولې او بیارغاونې کمېټې د ګډې غونډې په افغانستان کې د تعلیمي تبعیض د ۱۰۰۰مې ورځې په مناسبت د عمل او اقدام غوښتنه کړې ده او ویلي دی چې دا ظلم نور باید ونه زغمل شي.

دوی ویلی: «موږ باید خپلې هڅې متحدې او پراخې کړو او تر هغو دوام ورکړو چې د هېواد هره لور مو په خوندي او ډاډمن چاپیریال کې د زده کړې او ودې فرصت ترلاسه کړي. د افغان نجونو او د افغانستان د پوهنې د تیاره پړاو په دې ۱۰۰۰مه ورځ راځئ چې د زده کړې او امید رڼا بیا راژوندۍ کړو.  راځئ چې د دې بندیز د لرې کولو لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول مبارزه وکړو او تر څنګ یې د بدیل لارو ملاتړ هم وکړو.»

ګډونوالو د افغانستان د لوڼو پیاوړتیا غوښتنه کړې ده او زیاته کړې ده: «په ګډه، موږ کولی شو دا بې عدالتي وننګوو او د افغان نجونو حقونه او هیلې بیرته وګټو.  دوی یوازې د افغانستان لوڼې نه دي، بلکې د سبا د خوبونو رښتیا کوونکې هم دي.  راځئ چې له دوی سره ودریږو، ځکه چې د دوی بریا د ټول ملت بریا ده.»

Views: 12