د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ‌اچوونکی مجیب‌الرحمن د لاس ګوتې د ټپ له امله د نړۍوال جام له لوبو بهر او پر ځای یې پیلیز توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی د افغان لوبډلې په ۱۵ کسیز نوملړ کې شامل شو.

د کرکټ نړۍوالې شورا تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې مجیب‌الرحمن د لاس ګوتې ټپ له امله د نړۍوال جام له پاتې لوبو بهر شو او پر ځای یې حضرت‌الله ځاځی د افغان لوبډلې په ۱۵ کسیز نوملړ کې شامل شوی دی.

مجیب الرحمن شاوخوا څلور میاشتې مخکې له سریلانکا سره د لوبلړۍ پر مهال ژوبل شوې و.

سرچینې لیکلي، په دغه نوملړ کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز، محمداسحاق، ابراهیم ځدراڼ، نجیب‌الله ځدراڼ، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټی، نوراحمد، نوین‌الحق، فضل‌حق فاروقي، فریداحمد او حضرت‌الله ځاځی شامل دي.

همدارنګه حضرت‌الله ځاځی له دې مخکې په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و.

دغه راز، افغانستان په نړۍوال جام کې تر اوسه په ګروپي سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې او درې واړه یې ګټلې چې په دغو سیالیو کې یې اته غوره لوبډلو ته لار پیدا کړې ده.

د یادونې ده، د افغانستان لوبډله به په نړۍوال جام کې خپله څلورمه لوبه د جون په ۱۸مه له  ويسټ‌انډیز سره ترسره کړي.

 

Views: 18