د امریکا او اوکراین ولسمشرانو د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع پیاوړي کولو په موخه یو دوه اړخیز لس کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د رويټرز د راپور له مخې، یاد هوکړه‌لیک پرون په ایټالیا کې د «جي-۷» ډلې د مشرانو د ناستې په څنډه کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ترمنځ لاسلیک شو.

په راپور کې ویل شوي چې د یاد هوکړه‌لیک موخه د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د اوکراین دفاع پیاوړي کول او ناټو کې د غړېتوب لپاره د دغه هېواد نږدې کېدل دي او دغه امنیتي هوکړه‌لیک امریکا له اوکراین څخه ملاتړ ته ژمنوي، ان که د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نومبر په ټاکنو کې بریالی شي.

د امریکا ولسمشر د اوکراین له ولسمشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي: «زموږ موخه په اوږدمهاله کې د اوکراین د دفاعي قابلیتونو لوړول او پیاوړي کول دي.»

Views: 11