امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په متحده ایالتونو کې اته تاجکستاني وګړي له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

د امریکا د سي‌بي‌اېن راډیو ټلوېزیون په راپور کې د یاد مطلب د بیان ترڅنګ راغلي چې دغه اته کسان د لاس‌انجلس، نیویارک او فیلادلفیا په ښارونو کې نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي، یاد کسان هغه مهال نیول شوي چې د امریکا د فدرال پولیسو (اف‌بي‌ای) رییس کریستوفر رای مخکې له دې ویلي وو چې په سوېلي سرحد کې د انسان قاچاق کوونکي له تروریستي ډلو سره د احتمالي اړیکې لرونکي کسان را اړوي.

Views: 11