راپورونه ښيي چې یوه ناپېژنده بریدګر، چين کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په یوه پارک کې په چړو وهلي او روغتون کې بستر شوي دي.

اسوشیټید پرېس نن راپور ورکړی چې د «ایووا کارنیل» پوهنتون په اعلاميه کې راغلي چې د دغه پوهنتون پر یادو څلورو استادانو برید تېره ورځ (دوشنبې) د چین د شمالي جیلین ولایت په یوه پارک شوی دی.

راپورونه ښیي چې د یادو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په دې اړه بي‌بي‌سي ته یوازې دومره ویلي چې له یاد برید څخه خبر دي.

چیني چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

Views: 28