راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون اووه پاکستان پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

دغه چاودنه پرون د ملکي‌مروت اړوند سلطان‌خېلو سيمه کې د امنیتي کسانو یوې پوستې ته څېرمه شوې ده.

راپور کې راغلي چې له چاودنې وروسته د وسله‌والو او پوځيانو ترمنځ نښته هم شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه یو سرتېری ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

 

Views: 13