په هند کې وسله‌والو د مسافرو پر یوه بس موټر ډزې کړې چې له امله یې لس کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي.

د انډیا ټوډې په نوم ټلوېزیون نن په یوه راپور کې د پولیسو له قوله لیکلي چې پرون یکشنبه د جمو او کشمیر په ریسي ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو د زیارت کوونکو پر یوه بس موټر ډزې کړې چې له امله یې لس کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي.

پولیسو ویلي، له برید وروسته بس موټر یوې کندې ته لوېدلی دی.

سرچینې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، له ۶ ـ ۷ پورې وسله‌وال چې مخونه یې پټ وو، پر بس ډزې وکړې، بس کندې ته ولوېده، خو بیا هم دوی ډزې کولې څو ډاډ تر لاسه کړي چې ټول کسان مړه شوي.

عیني شاهدانو ویلي، له برید وروسته مسافر په بس کې غلي پاتې شول څو وسله‌وال داسې فکر وکړي چې ټول مړه شوي دي.

سرچینه کاږي، په بس موټر کې ښځې او ماشومان هم وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو وسله‌والو نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

Views: 15