د مخ پر وده اتو اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو، د دغو هېوادونو د اقتصادي همکاریو سازمان (‌ډي – ۸) فوق‌العاده ناسته کې په غزه کې له کوم قید او شرط پرته د ژر او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ناسته پرون (شنبې) د ترکیې، بنګله‌دېش، مصر، اندونیزیا، ایران، مالیزیا، نایجریا او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ترکیې په استانبو ښار کې وشوه او یوه ګډه اعلامیه یې خپره کړه.

هغوی ‎په دې اعلامیه کې تر محاصرې لاندې سیمه کې پر فلسطینیانو ‎د اسرائیل د تېري پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

دغو وزیرانو د فلسطین د خلکو د مسلمو ‎حقونو د تحقق لپاره پر مبارزه، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړي‌توب او په نړۍوالو ناستو کې د دغه هېواد د موضوع ‎ په تړاو د ټولو پرېکړو عملي کېدو لپاره د «ډي – ۸» هېوادونو پر بې‌پرې ملاتړ ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي: «هېوادونو یو ځل بیا ټینګار کړی چې عادلانه، پایداره او ټول‌شموله سوله د سیمې د ټولو خلکو لپاره د امنیت او ثبات د تضمین او له تاوتریخوالي او جګړې د هغوی د ژغورنې یوازېنۍ لار ده.»

سرچینې لیکلي، دوامداره نسل‌وژنې او له نړۍوالو قوانينو او بشري ارزښتونو جدي سرغړونو ته په کتو له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د فلسطيني ملکي وګړو پر وړاندې‎ د اسرائيلي ځواکونو د جنايتونو درولو لپاره فشار راوړي او لازم اقدامات وکړي.

بلخوا، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان د دې ناستې ‎په پیل کې ویلي چې د دې ډلې غړي هېوادونه په استانبول کې له فلسطینه خپل پیاوړی ملاتړ اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ملګرو ملتونو د اسرائیل پوځ د ماشومانو خلاف سرغړوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ او دغه موضوع راتلونکې اونۍ د امنیت شورا ته وړاندې کېږي.

Views: 8