د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې پنځو افغان لوبغاړو د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا سیالیو کې دوه د سرو زرو، دوه د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګتلي دي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د سوېلي اسیا سیالیو په لومړۍ ورځ کې د افغانستان له لوري مسلم‌شاه فقیري او نصیب‌الله عظیمي یو – یو د سرو زرو، فرامرز اکرام‌زاده او وحیدالله صدیقي یو – یو د نقرې او شهید شهیم یو د برنزو مډالونه وګټل.

سرچینې ویلي، یو شمېر نور افغان لوبغاړي به سبا خپلۍ سیالۍ ترسره کړي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ۱۱ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.

دغه راز، یادې سیالۍ چې ۱۴م پړاو یې دی د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ په مالدیف کې روانې دي.

Views: 14