د امریکا کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې تېره شپه د امریکا د ټکساز د ډالاس په نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د امریکا لوبډلې وګټله او د پاکستان پروړاندې یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دې سیالۍ کې پاکستان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.

په مقابل کې یې د امریکا لوبډلې ښه لوبه وکړه او د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د شلم اوور په وروستي توپ ۱۵۹ منډې پوره کړې او لوبه مساوي شوه.

همدارنګه د لوبې له مساوي کېدو وروسته سوپر اوور ترسره شو چې امریکا په سوپر اوور کې ۱۹ منډې پاکستان ته هدف وټاکه.

خو د پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او یوازې ۱۳ منډې يې وکړې او لوبه یې امریکا ته وبایلله.

د یادونې ده، امریکا له دې مخکې په لومړۍ لوبه کې کاناډا ته هم ماتې ورکړې وه.

 

Views: 10