د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، غزه کې له هرو لسو ماشومانو نهه یې کافي خوړو ته لاسرسی نهلري.
یاد سازمان نن (پنجشنبه) په یوه راپور کې لیکلي چې غزه کې د جګړې وحشتناکې اغیزې په چټکۍ سره ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ کوي.
د یاد سازمان د راپور له مخې، غزه کې نښتو د غزې ماشومانو او د هغوی کورنیو ته ناوړه پایلې لرلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو څو ځله په غزه کې د بشردوستانه مرستو دوام لپاره د ښه لاسرسي د تضمین په موخه د هڅو غوښتنه کړې وه.
غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییل په برېدونو کې تراوسه څه باندې ۳۶ زره او ۵۰۰ فلسطیني وګړو ژوند بایللی دی.
Views: 7