د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي چې د بېځایه شوو فلسطینیانو د راغونډېدو ځای و، هوايي برید کړی چې له امله یې ۳۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې نن (پنجشنبه) راپور ورکړی چې د غزې په مرکز کې د دغه ښوونځي نوم السردي او د ملګرو ملتونو سازمان د فلسطیني پناهغوښتونکو د اژانس (UNRWA) اړوند دی.
په راپور کې د مرستهکوونکي ډلې له قوله راغلي چې د پناهغوښتونکو پر نصیرات کمپ دغه بريد د يوه داسې تاوتريخوالي په اوج کې ترسره کېږي چې حتا د غزې روغتونونه يې هم تر اغېز لاندې راوستلي دي.
ورته مهال، د غزې د دولتي رسنیو د دفتر ویاند اسماعیل الثوبطا خبریالانو ته ویلي چې ټپیان او د مړه شوو کسانو ډېر شمېر جسدونه د غزې مرکز الاقصی روغتون ته د رسېدو په حال کې دي.
هغه زیاته کړې: « دغه عاموژنه چې د اسرائیلي اشغالګرو له خوا ترسره شوه، د غزې په تړانګه کې د ښځو، ماشومانو او بېځایه شوو په ګډون د ملکي وګړو پر وړاندې د نسلوژنې او قومي تصفیې ښکارندویي کوي.»
بلخوا، حماس هم یاد برید د ډاروونکې عاموژنې په توګه غندلی او ویې ویل چې ډېری مړه او ټپیان ښځې او ماشومان دي.
Views: 9