د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۴۱۹۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۶مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستېل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۴۷۵۳ کسان چې ۸۷۴ کورنۍ کېږي د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۹۴۳۸ کسان د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۴مه د هرات د اسلام‌کلا بندر کمېشنر سیدحضرت اغا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال د اسلام‌کلا له لارې له ایران څخه رااړول شوي او هېواد ته راغلي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوسمهال په قانوني توګه د ورځې شاوخوا درې زره کسان ایران ته سفر کوي او برعکس شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال په قانوني ډول هېواد ته راګرځي.

د یادونې ده چې د روانې غبرګولي میاشتې له درېیمې تر ۹مې پورې هم له پاکستان او ایرانه ۱۱۶۲۳ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 15