هرات کې ځايي سرچینې وايي چې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته رااړول شوي دي.

د هرات د اسلام‌کلا بندر کمیشنر سیدحضرت اغا په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال د اسلام‌کلا پولې له لارې له ایران څخه رااړول شوي او هېواد ته راغلي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوسمهال په قانوني توګه د ورځې شاوخوا درې زره کسان ایران ته سفر کوي او برعکس شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال په قانوني ډول هېواد ته راګرځي.

خو د هرات د اسلام‌کلا کمېشنر د دغه بندر له لارې د کډوالو د رااړوونکو کډوالو له ډېرېدو خبر ورکوي وايي چې هره ورځ له دوه زره تر ۲۵۰۰ کسان راایستل کېږي او هرات ته راځي.

نوموړي زیاته کړه، ډېری دغه کډوال له ایرانه په زور راایستل کېږي.

بلخوا، هغه کسان چې له ایرانه هېواد ته راګرځېدلي، له حکومته د کاري زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

د فراه ولایت اصلي اوسېدونکی خدارحیم چې دوه ورځې وړاندې د اسلام‌کلا بندر له لارې هرات ته راغلی، له افغان کارګرانو او کډوالو سره یې د ایران امنیتي ځواکونو پر ناسم چلند نیوکه وکړه ویې ویل، هره ورځ سلګونه افغانان د بېلابېلو بندرونو له لارې افغانستان ته رااړول کېږي.

د هغه په وینا، ډېری افغانان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته ځي چې د ایران پولیسو له ناسم چلند سره سره مجبوریت هغوی زغم ته اړ کړي دي.

هغه چې درې ماشومان لري او له څو کلونو راهیسې په ایران کې کار کوي، له حکومته غواړي د هېواد دننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي څو بهرنیو هېوادونو ته یې د تلو مخنیوی وشي.

Views: 14