د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي روح‌الله یوسفي د سویډن په اېف‌سي‌ار سازمان کې خپل سویډني سیال ته په ماتې ورکولو سره د دې سازمان د ۲۰م پړاو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه څرګندونې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون سپورټ څانګې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

سرچېنې لیکلي دغه سیالي چې په ۵۶ کیلوګرام وزن کې ترسره شوه، سویډن کې مېشت افغان لوبغاړي روح‌الله یوسفي په درېیم راونډ کې خپل سویډنی سیال جاني‌‌تاوما ناک‌اوټ کړ او په لومړي ځل یې د دغه سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

روح‌الله یوسفي له ۲۰۲۰ کال را هیسې په مسلکي ډول ازادې سیالۍ کوي چې په ۵ بریاوو او ۳ ماتو سره یې ټولې ۸ لوبې ترسره کړې دي.

همدارنګه، د یوسفي سویډني سیال جاني‌تاوما چې د دې سازمان کمربند یې په واک کې و، ۶ بریاوې او ۲ ماتې په خپل ریکارډ کې لري.

Views: 249