راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني‌خېلو سیمه کې د پاکستان ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بي‌بي‌سي تېره ورځ راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني‌خېلو سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې.

راپور کې راغلي، په دې پېښه کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ځینو ځایي رسنیو د چارواکو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي چې د امنیتي‌ ځواکونو درې موټر جاني‌خېلو ته په ګزمه روان وو چې ‘سرې بنګلې’ سیمې ته نږدې پرې چاودنه وشوه.‌

په پېښه کې ټپي سرتېري د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دی ویل شوي.

 

Views: 23