د راپورونو له مخې، د سلوانیا حکومت نن د هغې پرېکړې د تصویب اعلان کړی چې له مخې یې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندل کېږي.

د راپورونو له مخې، د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ ګلوب نن په یوه ناسته کې ویلي، دا «د سولې پيغام دی»، د دوی حکومت فلسطین د خپلواک او ملي حاکمیت لرونکي دولت په توګه په رسمیت پېژني.

سلوانیا چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی، باید د دې ټولنې له خوا هم د خپل حکومت د پرېکړې تصویب واخلي.

د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر د سلوانیا د حکومت یاده پرېکړه غندلې ده.

له دې مخکې هسپانیا، ایرلنډ او ناروې هم د فلسطین د خپلواک دولت د رسمیت پېژندلو پرېکړې اعلان کړې وې.

 

Views: 14