د افغانستان کرکټ بورډ په شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د تمریني او رسمي لوبو مهالوېش اعلان کړ.

د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال د جون په لومړی نېټه پیلېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد کرکټ ملي لوبډله به د شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو له پیله مخکې لومړی تمریني لوبه د روانې مې میاشتې په ۲۹مه له عمان او دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۳۱مه له سکاټلینډ سره ترسره کړي.

دغه راز، افغانستان په شل‌اوریز نړۍوال کې د یوګاندا، نیوزلینډ، ویسټ‌انډیز او پاپو نیو ګیني هېوادونو له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

افغانستان به په دغه جام کې خپله لومړۍ رسمي لوبه د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه له یوګاندا، دویمه د جون په اتمه له نیوزلینډ، درېیمه د جون په ۱۴مه له پاپو نیو ګیني او وروستۍ ګروپي سیالۍ به بیا د جون په ۱۸مه له ویسټ‌انډیز سره ترسره کړي.

د یادونې ده، د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ په امریکا او ویسټ‌انډیز کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د تېرې غویي میاشتې په ۲۷مه ویسټ‌انډيز ته تللې او هلته تمرینونه ترسره کوي.

Views: 33