د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ویسټ‌انډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډوین براوو د ۲۰۲۴ کال شل‌اووریز نړۍوال جام لپاره د افغان ملي لوبډلې توپ‌اچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد بورډ د ویسټ‌انډیز لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی چې د دغه هېواد لپاره د نړۍوال جام ګټونکې لوبډلې برخه هم و، د ۲۰۲۴ کال شل‌اووریز نړۍوال جام لپاره د ملي لوبډلې توپ‌اچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکلى چې د نړۍوال جام له پيله مخکې به له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې څلوېښت کلن براوو د ویسټ‌انډیز لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی الراونډر لوبغاړی و چې په ۲۹۵ نړۍوالو لوبو کې ۶۴۲۳ منډې لري او ترڅنګ یې ۳۶۳ ويکټې هم اخیستې دي.

دغه راز نوموړي ۱۰۰ فرسټ کلاس، ۲۲۷ لېسټ اې او ۵۷۳ شل‌اووریزه لوبې ترسره کړې دي.

سرچینه زیاتوي چې اوس مهال ډووين براوو د ۲۰اووریزو لوبو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی چې په دې بڼه کې یې هم ۶۲۵ ويکټې ترلاسه کړې دي.

دغه راز نوموړی په دې بڼه کې نږدې ۷۰۰۰ منډې هم لري، له همدې امله دی په ۲۰ اووریزو سیالیو کې یو له تر ټولو بریالیو ټول‌چارو يا الراونډر لوبغاړو شمېرل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، د براوو غوره او خوندور کرکټ نوموړي ته نړۍوال شهرت او عزت وربښلی چې په دې لړ کې د نوموړي په کارکردګۍ کې د نړۍوال جام اتلولي، د چیمپینز ټرافي، هند غوره لیګ او کارابین غوره لیګ اتلولۍ شاملې دي.

خبرپاڼه کاږي چې د نړۍوال کرکټ د کړنو او لاسته‌راوړنو سربېره، براوو د هند غوره لیګ د سږني کال پړاو کې له چيناى سوپر کېنګ لوبډلې سره د توپ‌اچونې برخې د روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړه.

د يادونې ده، د افغانستان ملي لوبډله وار له مخه سینټ کېټس او نیوېس ټاپو ته رسېدلي او ډېر ژر به نړۍوال جام لپاره د چمتووالي په موخه خپل لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړي چې د نورو روزونکو ترڅنګ به ډووين براوو هم په دغه کمپ کې له افغان لوبډلې سره مل وي.

Views: 14