د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد اجرايي چارو مسوولیت به د ابراهيم رييسي لومړي مرستيال محمدمخبر ته وسپارل شي او تر پنځوسو ورځو به د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د تبریز د امام جمعه ایت‌الله ال‌هاشم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیرعبداللهیان او د تبریز والي مالک رحمتي پرون د دغه هېواد په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې مړه شول.

د ایران دولتي اژانس ایرنا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د شهارت خبر له اعلانېدو سره سم د دولت پلاوي بېړنۍ ناسته وکړه.»

دغه راز سرچینې د یاد هېواد د ساتونکي شورا ویاند طحان نظیف له قوله لیکلي: «د اساسي قانون له مخې لومړی مرستیال به د ولسمشر مسوولیتونه پر غاړه اخلي؛ د اساسي قانون له مخې، د رهبرۍ د هوکړې په صورت کې به د ولسمشر لومړی مرستیال د ولسمشر مسوولیتونه او اختیارات پر غاړه ولري.»

دغه‌راز، د ایران ایسنا اژانس راپور ورکړی چې د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې، د ولسمشر د مړينې په صورت کې د رهبري محترم مقام د هوکړې په صورت کې د هېواد اجرائیوي چارو مسوولیت مسوولیت لومړي مرستیال ته سپارل کېږي.

د ایران اساسي قانون به ۱۳۱مه ماده کې راغلي: «د ولسمشر د مړينې، له دندې ګوښه کېدو، ورک کېدو او یا له دوو میاشتو ډېره ناروغي او یا په هغو مواردو کې چې د ولسمشرۍ وخت پای ته رسېدلی او نوی ولسمشر د ځینو خنډونو له امله لا نه وې ټاکل شوی او دې ورته نور مواردو په صورت کې، د ولسمشر لومړی مرستیال د رهبرۍ د هوکړې په صورت کې د هغه اختیارات او مسوولیتونه پر غاړه اخلي او د پارلمان رییس، د قضائیه قوې رییس او د ولسمشر له لومړي مرستیاله جوړه شورا موظفه ده حداکثر د پنځوسو ورځو په موده کې د نوي ولسمشر ټاکل کېدو لپاره زمینه برابره کړي، د لومړي مرستیال د مړينې په صورت کې او یا نور موارد چې د نوموړي د دندو ترسره کېدو خنډ ګرځي او یا هغه مهال چې ولسمشر لومړی مرستیال ونه‌لري، د رهبرۍ مقام بل کس د هغه پر ځای منصوبوي.»

د ایسنا په راپور کې راغلي چې د یاد اصل له مخې او د ولسمشر رییسي مړينې ته په پام د یاد هېواد ولسمشریزې ټاکنې احتمالا د روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره کېږي.

Views: 16