تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او څلورو نورو کسانو د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران تسنیم اژانس لیکلي: «زموږ د هېواد محبوب ولسمشر ایت‌الله رییسي او ورسره مل کسان یې له قیزقلعه‌سي بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو له مراسمو وروسته – چې د اذربایجان ولسمشر‌ الهام علي‌اف هم په کې ګډون کړی و – چورلکه کې تبریز ته روان وو خو چورلکه په لاره کې په ورزقان سیمه کې ولوېده.»

سرچینه لیکي: «د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې شهید شو.»

یاد اژانس زیاتوي، د تبریز امام جمعه ایت‌الله ال‌هاشم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبدالهیان او د تبریز والي مالک رحمتي هم له ولسمشر سره په چورلکه کې شتون درلود او هغوی هم په یاده پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چورلکې پیلوټ او د ولسمشر ساتونکی هم په یاده پېښه کې مړه شوي دي.

Views: 12