د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۲ افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله په خیبرپښتونخوا کې بندیان شوي وو، خوشي شول.

یاد وزارت نن (شنبه، د غويي ۲۹مه) پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله د ۱۱ ورځو لپاره د خیبرپښتونخوا په زندان کې بندیان وو چې له خوشي کېدو وروسته د تورخم له لارې وطن ته راوګرځېدل.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کسان د تورخم سرحدي امریت کې له ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) او د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته وروپېژندل شول.

سرچینې لیکلي چې یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله زنداني شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۱۵مه نېټه هم ۱۵ افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله پاکستان کې زنداني وو، خوشي او هېواد ته راستانه شوي وو.

 

Views: 15