د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلې ولسمشرۍ پنځمې دورې له پیلېدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر کې چین ته وکړ.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې پوتین نن سهار (پنجشنبه، د غويي ۲۷مه) بیجینګ ته رسېدلی او ټاکل شوې په دغه دوه ورځني سفر کې له خپل چیني سیال شي‌جین پینګ سره وګوري.

چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې څو ورځې وروسته له هغه چې مسکو له لسګونه زره ځواکونو او تجهیزاتو سره پر اوکراین برید وکړ، نا محدود شراکت اعلان کړ چې د شي‌جین پینګ دغه اقدام د پوتین له خوا وستایل شو.

د روسیې ولسمشر ویلي چې له همدې امله یې په کرملین کې د خپل کار د نوې دورې له پیلېدو وروسته د خپل بهرني سفر لپاره چین ټاکلی دی.

د ویلو ده، ولادیمیر پوتین به په بیجینګ کې د پخوانۍ شوروي اتحاد له لوري د چین د رسمیت پېژندلو پنځه اویایمې کالیزې په مناسبت جوړېدونکي جشن کې هم ګډون وکړي.

Views: 11