د پکتیا د ځاځي‌اریوب یو شمېر اوسېدونکي وايي، پرون پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ ځینې سیمې پر توغنديو ووېشتې چې وروسته بیا افغان ځواکونو هم په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.

د ځاځي‌اریوب ولسوالۍ یوه قومي مشر انور صدیقي وویل چې تېره ورځ پنځه بجې پاکستاني ملېشه‌وو د دې ولسوالۍ د مڼه جبه پر سیمې توغندي توغولي دي.

هغه وايي چې وروسته بیا افغان ځواکونو هم مقابل لوري ته ځوابي ډزې وکړې.

دغه راز، د یادې ولسوالۍ یوه بل قومي مشر ولي ځاځي وویل، پاکستاني پوځیانو غوښتل ډيورنډ فریضي کرښې ته څېرمه د افغانستان پر خاوره د مڼه جبه او ګورګان کنډو سیمو کې پوستې جوړې کړي چې افغان ځواکونه یې په مخالفت کې ودرېدل.

هغه وايي، وروسته پاکستاني لوري د دې ولسوالۍ ځینې سیمې په توغندیو ووېشتې چې په کوټکي سیمه کې پر یوه کور هم لګېدلي دي.

خو نوموړي د یادو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه درلودل.

ورته مهال، پکتیا کې یوې امنیتي سرچینې هم د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې پرون پاکستاني پوځیانو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ځاځي‌اریوب ولسوالۍ په مڼه جبه او سپینه شګه سیمو باندې توغندي توغولي دي.

هغه وویل، افغان ځواکونو هم ځوابي برید کړی چې بیا نښتې د شپې تر شاوخوا نهو بجو دوام درلود.

یادې سرچینې هم د نښتې د لامل او اوښتو زیانونو په اړه معلومات ورنه کړل.

د یادونې ده، له دې مخکې هم پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر بېلابېلو سیمو توغندي توغولي دي.

Views: 12