د اسټرالیا د پوځ مخکنی وکیل ډیویډ مک‌برایډ چې په افغانستان کې یې د اسټرالیايي پوځیانو جنګي جنایتونو تور په افشا کولو کې مرسته کړې وه، پر پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شو.

ګارډین ورځپانې راپور ورکړی چې د اسټرالیا د پوځ دغه پخواني وکیل اعتراف کړی چې په افغانستان کې یې د جګړې اړوند اسناد «غلا او افشا» کړي دي.‎

د راپور له مخې، مک‌برایډ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو اړوند اسناد راټول او د خبریالانو په واک کې یې ورکړل.

د یادولو ده، په ۲۰۱۷ کال کې د دغه پخواني وکیل له لوري د پټو اسنادو افشا کول د دې لامل شول چې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو جنګي جنایتونو ته د خلکو پام ور واوړي او په دې اړه پلټنې پیل شي.

د دغو اسنادو د افشا کېدو له امله د اسټرالیا د دفاع وزارت د څلور کلنو څېړنو په پایله کې داسې شواهد ترلاسه شول چې په افغانستان کې یې د ځانګړو اسټرالیايي ځواکونو له لوري د ۳۹ افغانانو د وژل کېدو ښکارندويي کوله.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال ډېر جنګي جنایتونه ترسره کړي چې باید د بې‌طرفه او د دواړو خواوو له لوري د منل شوي بنسټ له لوري وڅېړل شي.

 

Views: 7