د کابل امنیه قومانداني وايي، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانی استازی الله‌ګل مجاهد یې د یوه قتل په قضیه کې د تړاو په تور توقیف کړی دی.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن وویل چې الله‌ګل مجاهد د مقتول قاري سعيدالله په قضیه کې چې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په نهمه وژل شوی وـ مظنون دی.

دی وايي: «موجود مدارک، شواهد او د قضیې د تحقیق ډول ایجاب کوي چې د نوموړي ازادي محدوده شي، نو له دې امله یې د تحقیق تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په توقیف کې د پاتې کېدو تصمیم ونیول شو.»

Views: 15