د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غړو په دغه سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په غوڅ اکثریت تصویب کړ.

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطین او ځینو نورو عربي هېوادونو له لوري وړاندې شوی و او د جمعې په ورځ موافقه رایه ورکړل شوه.

یاد پرېکړه‌لیک د ۱۴۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۵ باطلو رایو په اخیستو تصویب شو.

پرېکړه‌لیک ته چک، مجارستان، ارجنټاین، میکرونزي، نایورو، پالایو، پایواګینه‌نو، اسرائیل او امریکا هېوادونو منفي رایه وکاروله.

له ټاکنو مخکې د فلسطین سفیر ریاض منصور په خپلو خبرو کې د غزې پر لوېدیځ ښار رفح د اسرائیل بریردونو د ګواښ په اړه وویل: «دمګړۍ چې موږ خبرې کوو، په رفح ښار کې ۱،۴ میلیون فلسطینیان حیران دي چې ایا نن به ژوندي پاتې شي او که نه.»

هغه له هغو اعتراض‌کوونکو چې د اسرائیل او د حماس د جګړو پر وړاندې یې د امریکا په پوهنتونونو کې لاریونونه وکړل، مننه وکړه.

نوموړي وویل: «زموږ بیرغ په فلسطین او نړۍ کې رپیږي، د ویاړ خبره ده.»

دغه راز، د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز د دې پرېکړې تصویب غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له رایې ورکونې وروسته د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د دغه پرېکړه‌لیک متن ډېر مهم ونه ګاڼه.

پر ټولنیزو شبکو یوه خپور شوي ویډیو کلېپ کې ښکاري چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک ته له رایې ورکونې مخکې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ګیلاد اردان د ملګرو ملتونو منشور په باطله‌دانۍ کې اچوي.

د یادونې ده، ملګري ملتونه ۱۹۳ غړي لري او فلسطین په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو د یوه ناظر هېواد په توګه تبدیل شو.

Views: 13