د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نن له پاکستان سره لوبه کوي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون پر فېسبو‌ک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره کوي.

دغه سیالۍ نن (د غویي ۲۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شپږو هېوادونو لوبډلو ترمنځ پیلېږي چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان لوبډلې په‌کې برخه لري.

سرچینې زیاته کړې، د هېواد د والیبال ملي لوبډله په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه پرون اسلام‌اباد ته رسېدلې ده.

د یادونې ده، افغان لوبډلې د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالیو کې تېر کال درېیم مقام ترلاسه کړی و.

Views: 46