د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د دویمې پنځوس‌اوریزې لوبې پچه وګټله او لومړی توپوهنه کوي.

دغه لوبې په سریلانکا کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډلمشر اکرام علي‌خېل د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، یاده سیالي نن د افغانستان پر وخت سهار ۹ بجې پیل شوه.

همدارنګه کرکټ بورډ ویلي، په یادو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی عبدالرحمن د تمرینونو پر مهال د ټپي کېدو له امله د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې له روانو یو ورځنیو سیالیو بهر شو.

خو د نوموړي پر ځای بل چټک توپ‌اچوونکی کامل کاکړ چې له دې مخکې د یادو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړي په توګه لوبډله کې ټاکل شوی و، له لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه تېره ورځ سریلانکا ته تللی دی.

کرکټ بورډ زیاته کړې، د یادو سیالیو لپاره د لوبډلې له اړتیا سره سم، بل ځوان چټک توپ‌اچوونکی نوید ځدراڼ چې په دې وروستیو کې ښه ځلېدلی، هم سریلانکا ته روان شو څو له افغان الف لوبډلې سره یوځای شي.

د یادونې ده، د سریلانکا الف لوبډلې افغانستان ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړې وه.

 

Views: 67