د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې د هېواد د فوټسال لوبډلې د اسیا په درجه‌بندۍ کې له دوولسم څخه اتم ځای خپل کړی دی.

د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي نن (سه‌شنبه) وویل چې د اسیا ترڅنګ د فوټسال ملي لوبډله په نړۍواله درجه‌بندۍ کې له ۴۹ څخه ۴۵ مقام ته راغلې ده.

بلخوا، د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یوه پیغان په خپرولو دغه خبر تایید کړی دی.

د ایران د فوټسال ملي ټیم په اسیا کې لومړی مقام لري او په همدې ترتیب جاپان او ازبکستان هېوادونه په دویم او درېیم ځای کې دي.

د یادولو ده، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د سږ کال د غويي په ۹مه قرغیزستان ته د پنځه پر درې ګولونو ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام لوبو ته لار ومونده.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره امید قنبري، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي او مهران غلامي (دوه ځلې) ګولونه ووهل.

طالبان، سیاسي او ورزشي شخصیتونو نړۍوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې د لار موندلو هرکلی کړی دی.

Views: 18