د ایران د خراسان رضوي د کانونو رییس ویلي چې افغانستان د ارزښتمنو قیمتي ډبرو کانونو درلودونکی هېواد دی او دغه قيمتي ډبرې باید له دغه هېواد وارد شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خراسان رضوي د کانونو رییس غلام‌رضا نازپرور پرون (یک‌شنبه) ویلي، افغانستان د ارزښتمنو قيمتي ډبرو کانونو درلودونکی دی چې کېدای شي له هغو ډېر ارزښتمن توکي جوړ شي.

هغه زیاته کړې: «په دې اساس زموږ غوښتنه دا ده چې دغه ډبرې له هغه هېواده‎ د پروسس لپاره واردې او بیا د نړۍ بازارونو ته صادرې شي.»

د هغه په خبره، دغه وړاندیز د افغانستان اړوندو بنسټونو ته وړاندې شوی، خو تر اوسه نه دی منل شوی.

هغه له افغانستان د ځانګړو ډبرو د وارداتو غوښتنه کړې ده.

 

Views: 12