د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۱۷۳۳۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د تېرې وري میاشتې له ۲۹مې د روانې غویي میاشتې تر پنځمې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ‎ته راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۳۹۴۳ کسان او ۶۶۵ کورنۍ د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې ۱۳۳۹۴ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۳۰مه ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ډېر شمېر د کډوالو ستنېدل د دې اړتیا جوړوي چې له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور را وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

 

Views: 17