د ایران ولسمشر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې تهران او اسلام‌اباد له ترهګرۍ سره مبارزه کې یو دریځ لري او دواړه هېوادونه له ناامنۍ سره مبارزه کې ژمن دي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي تېره ورځ (دوشنبې) ناوخته د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یوه ګډه خبري ناسته ویلي: «دواړه له ناامنۍ او ترهګرۍ سره مبارزه کې ژمن دي، له سازمان شوو جرمونو او نشه‌یي توکو او ناامنیو سره د مبارزې لپاره چې نن هم دواړه هېوادونه او سیمه ګواښي، ژمن دي.»

هغه څرګنده کړې چې له بشري او انساني حقونو دفاع، د دواړو هېوادونو د همکاریو محور دی.

هغه زیاته کړې: «ښايي د دواړو هېوادونو همکاري د ځینو خوښه نه شي، خو دا مهمه نه ده، مهمه دا ده چې د دواړو هېوادونو او دولتونو ترمنځ د همکاریو دوام د ایران او پاکستان د سترو ملتونو په استازولۍ د دواړو هېوادونو په ګټه تعریفېږي او موږ هوډ لرو دا اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړې کچې ته ورسوو.»

په همدې حال کې، رییسي د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف‌علي زرداري سره لیدنه کې هم ویلي چې د پاکستان امنیت خپل امنیت بولي.

هغه څرګنده کړې: «ایران د پاکستان امنیت خپل امنیت ګڼي او موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو له ظرفیت او فرصته په ګټې اخیستنې د دواړو هېوادونو پر ګټو ټینګار کوو.»

د یادونې ده چې ابراهیم رییسي پاکستان ته د سفر په دویمه ورځ نن د دغه هېواد لاهو ښار ته ولاړ.

Views: 18