د راپورونو له مخې، د امریکا د تنسي ایالت په «ممفس» ښار کې د دوو کسانو له خوا ډزو کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، د ممفس د پولیس مشر سرلین سي‌جي ډیویس خبریالانو ته ویلي چې یاده پېښه د شنبې ورځ ماښام اووه بجې او ۱۹ دقیقې په «اورنج ماوند» پارک کې د یو لړ مراسمو پر مهال شوې ده.

د راپور له مخې، که څه هم پولیس لومړیو کې اعلان وکړ چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي خو وروسته یې د ټپیانو شمېر شپږ تنه اعلان کړ.

د پولیسو مشر خبریالانو ته ویلي: «موږ باوري یو چې دغه ډزې لږ تر لږه دوو کسانو کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د امریکا په فلوریدا ایالت کې په یوه وسله‌وال برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان وو.

Views: 11