د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله درېيمه لوبه له بحرین سره کوي.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ په ټایلنډ کې روانې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې له بحرین سره لوبه ترسره کوي.

دغه راز، افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې ایران ته لوبه بایللې او کویټ سره یې بیا لوبه مساوي کړې ده.

Views: 26