د امریکا کانګرېس اوکرایين ته د څه باندې ۶۰ ميلیارده ډالرو مرستو لايحه تصویب کړه، خو روسيه وایي چې دا مرستې به د اوکرايين د لا ډېرې تباهۍ لامل شي.

د بي‌بي‌سی د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، غواړي ژر دا مصوبه د قانون په توګه لاسلیک کړي څو هر څو ژر اوکرایین ته هغه وسلې او وسایل ولېږلی شي چې د جګړې په ډګر کې يې بېړنۍ اړتیا ده.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیرزیلينسکي ویلي چې دا مرستې به په اوکرایین کې د ګڼو کسانو ژوند وژغوري او هم به امریکا لا پیاوړې ښکاره کړي.

خو د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملېن ویلي چې د امریکا دغه مرسته به د لا ډېرو مړینو لامل شي.

د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف ویلي، دا بسته به امریکا لا بډایه، اوکرایین لا ډېر وران او د لا ډېرو اوکراینیانو د مړینې لامل شي.

د امریکا کانګرېس د بهرنیو مرستو په طرحه کې ټول ۹۵ میلیارده ډالر شامل دي.

د راپورونو له مخې، په دغو مرستو کې ۶۰ میلیارده د اوکرایین، ۱۴ میلیارده د اسراییلو، لس میلیارده په غزه کې د بشري مرستو، ۸ میلیارده د تایوان او پاتې نور د هند ارام سمندر کې ځینو هېوادونو لپاره ځانګړي شوي دي.

دا مصوبه به اوس د امریکا د ولسمشر لاسلیک ته تر ورتګ او پر قانون بدلېدو وړاندې د تایید لپاره مشرانو جرګې ته ځي.

Views: 8