د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا له خوا په امنیت شورا کې د فلسطین بشپړغړیتوب ویټو کول غندي او وايي چې دغه اقدام د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ حق پر وړاندې لوی خنډ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په دغه سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په موخه د پرېکړه‌لیک مسوده رایې‌اچونې ته وړاندې کړه چې د ۱۲ موافقو او د برېټانیا او سویس د دوو مخالفو رایو سربېره د امریکا په مخالفه رایه له تصویبه پاتې شوه.

د اسلامي همکاریو سازمان تېره ورځ په یوه خپره کړې خپرپاڼه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې پرېکړې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه چې په ملګرو ملتونو کې یې د فلسطین بشپړغړیتوب ردولو په اړه پرېکړه وکړه.

دغه سازمان د امریکا له خوا د خپل ویټو واک کارول په کلکه وغندل او زیاتوي چې دغه اقدام د ملګرو ملتونو له منشوره ښکاره سرغړونه او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ حق پر وړاندې لوی خنډ دی.

دغه سازمان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ سیاسي او حقوقي استازیتوب له حقه پر خپل تلپاتې ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د بشپړغړي په توګه د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه په سیمه کې د سولې او ثبات راتلو لپاره اړینه ده.

یاد سازمان د هغو هېوادونو ستاینه وکړه چې د پرېکړه‌لیک مسودې ته یې رایه ورکړه او له په دې برخه کې له مخالفو هېوادونو یې وغوښتل چې پر خپلو دریځونو له سره غور وکړي.

د دغه سازمان چارواکو وویل چې دغه کار د فلسطین بشپړ غړیتوب کې د امنیت شورا ناکامي ښيي او دغه اقدام ته د فلسطین له خلکو سره د لسیزو اوږدو ظلمونو د دوام په توګه ګوري او پر نړۍواله ټولنه غږ کوي چې د دغه ظلم پای ته رسېدو لپاره سمدستي لاس په کار شي.

 

Views: 23