د بشري حقونو یوه سازمان خبر ورکړی چې وړمه ورځ د ایران په مشهد کې څلور افغان کډوال چې د نشه‌يي توکو په تړاو نیول شوي وو، اعدام شوي دي.

په ایران کې د حال‌وش په نوم د بشري حقونو یوه سازمان خبر ورکړی چې وړمه ورځ د دغه هېواد د مشهد په وکیل‌اباد زندان کې څلور افغان کډوال اعدام شوي دي.

دغه سازمان لیکلي، یاد کسان په ۱۳۹۸ کال کې په نشه‌یي توکو د اړوندو تورونو په تړاو نیول شوي وو چې بیا وروسته د محکمې له‌ خوا پر اعدام محکوم شول.

سرچینې د اعدام شوو افغانانو نومونه زمان طاهري، سلام طاهري، غلام‌قادر ساماني او ابراهیم نورزی ښودلي دي.

تر اوسه د دغو کسانو په اړه نور جزئیات نه دي رسنیز شوي.

Views: 16