د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په موخه د امنیت شورا له لوري د پرېکړ‌ه‌لیک چمتو شوې مسوده د امریکا په مخالفه رایه تصویب نه شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (پنجشنبه، ۳۰ وری) په دغه سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په موخه د پرېکړه‌لیک مسوده د رایې‌اچونې ته وړاندې کړه چې د ۱۲ موافقو او د برېټانیا او سویس د دوو مخالفو رایور سربېره د امریکا په مخالفه رایه له تصویبه پاتې شوه.

د رویټرز د راپور له‌ مخې، امریکا په امینت شورا کې د ويټو له حقه په ګټې اخیستنې په یاد سازمان کې د فلسطین له رسمیت پېژندنې سره کلک مخالفت وکړ.

ورته مهال، د فلسطین ولسمشر محمود عباس چې اوسمهال د ملګرو ملتونو سازمان ناظر غړی دی، د امریکا ويټو یې «بې انصافي، بې‌‌اخلاقي او نه توجیه‌ کېدونکې» بللې ده.

هغه په یوه بیانیه کې ویلي، دغه ويټو «له فلسطینه د نړۍوالې ټولنې د کلک ملاتړ اراده تر سوال لاندې راولي.»

رویټرز پرون لیکلي وو چې د دغه پرېکړه‌ليک مسوده به هغه وخت تصويب شي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پنځلسو غړو نهه يې رايې ورکړي او د دې شورا له پنځو دايمي غړو يو يې هم د ویټو له حقه کار وانه خلي.

سرچینې زیاته کړې وه چې د امنیت شورا ډېری غړي له دې مسودې سره موافق دي او په وینا یې چې احتمال شته امریکا دغه طرحه ویټو کړي.

د یادونې ده، امنیت شورا د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې دویم لوی سازمان دی چې په نړۍ کې د سولې او امنیت مسوولیت لري.

Views: 31