د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په مانسهره لینډي سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی خو هغوی ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنۍ وايي، نن سهار د کراچۍ ښار په مانسهره سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی خو د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د جیو نیوز د راپور له مخې، په دغه برید کې د هغوی موټرچلوونکی او یو امنیتي ساتونکی چې پاکستانیان دي، ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، برید دوو وسله‌والو موټرسایکل سپرو کړی چې یوه یې له پولیسو سره په نښته کې په ځان پسې تړل شوو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او بل یې د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

د برید مسوولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په یاد هېواد کې وسله‌وال بریدونه ډېر شوي دي.

 

Views: 32