د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه ایران ته وبایلله.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ پرون د ټایلېنډ په کوربه‌توب پیل شوې دي.

افغانستان په دغو سیالیو کې نن ماسپښین له ایران سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، ایران د اسیا جام سیالیو په لړ کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې ته ۱-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه راز، افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده چې افغانستان به د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ترسره کړي.

Views: 13