د راپورونو له مخې، د پاکستان د سند پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د سما ټلوېزیون راپور له مخې، یاده پېښه د سند پر لویه لار جمشورو ښار ته نږدې د یوه بس، لارۍ او تېلو ټانکر موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د راپور له مخې، دغه ټول مسافر له لارکانا سیمې کراچۍ ته روان وو او د پېښې قربانیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې ټپیان هم د حیدراباد جمشورو روغتون ته لېږدول شوي دي.

پاکستان کې دغه ډول پېښې ډېرې رامنځته کېږي.

شپږ ورځې مخکې هم د یاد هېواد سوېل لوېدیځ کې د یوې لارۍ چپه کېدو پېښه کې ۱۳ مړه او ۳۰ نور  ټپیان شوي وو.

Views: 9