له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمې مرحلې له پیل سره سم د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي، په جدي ډول د هغو افغانانو په اړه اندېښنه لري چې له دغه هېواده ایستل کېږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ چې د اپریل له ۱۵مې پیل شوه او ویل شوي چې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بېرته راستنېدو له خطر سره مخ کوي.

ورته مهال، د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانان په سختو شرایطو کې افغانستان ته ګرځول کېږي.

یاد بنسټ څرګنده کړې چې ډېری دغه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي او له بې‌وزلۍ ځورېږي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان زیاته کړې چې دغه هغه افغان کډوال دي چې پاکستان کې یې نوم لیکنه ‎شوې او د افغانستان د تابعیت سند یا (ACC) کارت لري.

د ویلو ده چې په لومړۍ مرحله کې پاکستان شاوخوا نیم میلیون هغه افغانان چې اسناد یې نه درلودل په داسې حال کې چې هوا سړه او له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ وو، له دغه هېواد څخه وایستل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ځینو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لړې دې ودروي.

 

Views: 13