د غزني حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د خپلوانو له لس کلن بنده ژغورلې ده.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان وویل چې دغه ښځه شمسیه نومېږي او ۳۶ کلنه ده.

هغه زیاته کړه چې شمسیه د خپل تره او تره زامنو له لوري د لسو کلونو لپاره د اندړو ولسوالۍ د نظروالو سیمې د یوه کور په تياره تشناب کې ساتل کېده.

هغه زیاته کړه چې په دې موده د ډېر ظلم له امله د شمسیې لاسونه او پښې فلج شوي دي.

نوموړی وايي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ شمسیه له دغه زاندنه ژغورلې او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د منصور په وینا، شمسیه ورور نه لري او پلار یې هم مخکې وفات شوی، یوازې دوه خویندي لري چې هغه هم واده دي.

هغه وویل چې د اړوندې موضوع په تړاو د هغې تره او د تره زوی نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

د یادونې ده، په تېر یو کال کې په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځینې ښځې له ورته زندانونو ژغورل شوې دي.

Views: 8