حکومتي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په هلمند او لغمان ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او راز ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سیلاب راوتو، د خونې چت لوېدو او غر ښویېدو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ عبدالباري راشد وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په ګډون په باغران، موسیکلا، ناوې، مارجې، سنګین، ناومېش او کجکي ولسوالیو کې سخت بارانونه شوي چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.
ده وویل چې د همدې ورښتونو او سیلابونو له امله د خلکو فصلونه له منځه تللي، کورونه یې ویجاړ شوي او د موټرو ښيښې او د سولر تختې یې ماتې شوې دي.
د هغه په وینا د سیلابونو له امله په مارجه ولسوالۍ او د مرکز اړوند باباجي سیمه کې دوه کسان مړه شوي او یوه ښځه او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
راشد وايي چې په سېلابونو کې بند پاتې ګڼ شمېر کسان د امنیتي ځواکونو لخوا ژغول شوي هم دي.
بل لورته د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وویل چې تېره شپه د دوی په سیمه کې سخته ږلۍ شوې ده.
هغه وايي چې د ږلۍ له امله د هندواڼو پالېزونه او د غنمو فصلونه له منځه تللي دي.
د یوه بل خبر له مخې، په لغمان کې هم ورښتونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس قاري خیرمحمد غازي وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې سخت بارانونه شوي او سېلابونه راوتلي دي.
ده وویل چې سېلابونو په یادو ولسوالیو کې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د یو شمېر کورونو ۱۱۰ خونې له منځه وړي دي.
بل لورته د دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان سیمې اوسېدونکی قوماندان دادي خان وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د دوی په سیمه کې سخت بارانونه شوي او سېلابونه را وتلي دي.
هغه وايي چې د سېلابونو له امله د دوی فصلونه له منځه تللي، لسګونه د استوګنې خونې ویجاړې شوې او د فرشغان لار د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې ده.
دغه راز ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سیلاب راوتو، د خونې چت لوېدو او غر ښویېدو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت د پېښو پروړاندې د مبارزې رییس مولوي سيفالله خالد وايي چې تېره ورځ له غرمې وروسته په چپرهار ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم سېلاب وړی او مړ شوی دی.
دی وايي چې تېره شپه په مومنددرې ولسوالۍ کې د یوې خونې چت پرېوتو له امله هم يوه ۱۲ کلنه ماشومه مړه شوې او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
همدارنګه هغه وایي چې په حصارک، لعلپورې، دور بابا او مهمندرې ولسواليو کې هم د شديدو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله يو شمېر کورونه ويجاړ، ځمکې تخريب او فصلونه تر خاورو لاندې شوي دي.
د مومندرې ولسوالې يو اوسېدونکی لعل نبي وايي، دغې ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته سخت زيان رسولي، حکومت باید له سيلابځپلو خلکو سره مرسته وکړي.
چارواکي وايي، ځپل شوو سېمو ته د بېړنيو مرستو رسونې په موخه ولایتي ادارې سیمې ته د سروې ټیمونه استولي او ژر به اړمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورسول شي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې، په کونړ کې هم دوه کسان مړه شوي دي.
د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس قاري ثابتالله صدیقي وویل چې تېره شپه شاخوا ۱۱ بجې د وټهپور ولسوالۍ په کرونګ سیمه کې له غره نه پر یوه کور لویه ډبره لوېدلې ده.
هغه وایي چې په دې پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
ده زیاته کړه چې د وروستیو پرله پسې وروښتونو له امله دغه ډبره له غره څخه را ښویېدلې ده.
د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې د ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
Views: 7